هغه مهال چې د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن او د اروپا یو شمېر لوړپوړي امنیتي چارواکي لږ مخکې له همدې پټلۍ تېر شوي وو، د اوکرایین او پولنډ پولې ته نژدې پر یوه اورګاډي روسیې د ډرون برید وکړ. اوکراییني چارواکي وایي، په یاهودین سیمه کې دغه برید د اورګاډي انجن په نښه کړی، خو کومه مرګژوبله نه ده اوښتې. د چارواکو په وینا، ټول مسافر تر برید مخکې ایستل شوي وو. بوریس جانسن او د اروپايي هېوادونو د ملي امنیت یو شمېر سلاکارانو چې د بریتانیا جوناتن پاول هم پکې شامل و، د کیېف له یوې غونډې د ستنېدو پر مهال د همدې پټلۍ له لارې، خو په بل اورګاډي کې سفر کړی و. روسیې ویلي چې په لوېدیځ اوکرایین کې یې د "اورګاډي زېربنا" په نښه کړې ده، خو د اوکرایین دولتي رېل ادارې اوکرزالیزنیتسیا وايي، "ډېره شونې ده د دې ډرون اصلي هدف دیپلوماتیک اورګاډی و." د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې پخواني مشر ډېوېډ پاټریوس، چې د برید پر مهال په یاهودین تمځای کې په یو بل اورګاډي کې ناست و، دغه پېښه "وېروونکې" بللې ده. هغه له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې وویل: "دا د یوه رښتیني وحشي مشر عمل دی چې هڅه کوي اوکراییني ملکي وګړي ووېروي." اوکرزالیزنیتسیا په یوه بیان کې وايي، دیپلوماتیک اورګاډی د سفر د مهالویش…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
روسیې د څو اروپايي چارواکو له تېرېدو لږ شېبه وروسته پر یوه اوکراییني اورګاډي برید وکړ – BBC News پښتو
Sources
External sources
روسیې د څو اروپايي چارواکو له تېرېدو لږ شېبه وروسته پر یوه اوکراییني اورګاډي برید وکړ – BBC News پښتو