Healthافغانستانبلخدری

روغتیائي او درملنیزې مرستې باید سیاسي نه شي

در حال تکمیلHealthبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-06 02:03:54🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوالې ادارې له سیمه‌ییزې مشرې سره په لیدنې کې وویل چې روغتیائي، درملنیزې او بشري مرستې باید سیاسي نه شي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روغتیا نړیوال ادارې د ختیځې مدیترانې سیمې له مشرې حنان بلخي سره په کتنې کې ټینګار وکړ چې روغتیائي، درملنیزې او بشري مرستې باید له سیاسي اغېزو لیرې وساتل شي، څو نړیوال خدمات او مرستې په عادلانه او اغېزشیندونکي توګه اړمنو خلکو ته ورسېږي. د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغې غونډه کې چې د بېل او مېلېنډا ګېټس فاؤنډيشن دمشر ،د ملک سلمان بشردوستانه بنسټ مسؤل، د یونیسف د سیمه‌ییز دفتر مشر، او همدارنګه د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود، دواړو لورو د روغتیايي همکاریو او د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. حنان بلخي له افغانستان سره د روغتیا نړیوالې ادارې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د ګوځڼ (پولیو) ناروغي ئې یوه نړیواله اندېښنه وبلله. هغې له طالبانو وغوښتل چې د دغې ناروغۍ په بشپړ ډول د له منځه وړلو لپاره دې د واکسینشن له کمپاینونو بشپړ ملاتړ وکړي. تر دې وړاندې هم د افغانستان د طالبانو د…

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-06 02:03:54

خط زمانی

  1. Parstoday

    روغتیائي او درملنیزې مرستې باید سیاسي نه شي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-07-06 01:47:20

روغتیائي او درملنیزې مرستې باید سیاسي نه شي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button