Kabulافغانستانامنیتدری

رویټرز: د ګوترېش د ځایناستي پر ټاکلو اختلافونه ښايي ملګري ملتونه د مشرتابه… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-19 16:29:35🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د دغه سازمان د نوي سرمنشي پر ټاکلو تر اوسه هوکړې ته نه ده رسېدلې او د روانو اختلافونو له امله ښايي چې د انتونیو ګوترېش د کار موده د نوي سرمنشي تر ټاکل کېدو پورې وغځول شي. د رویټرز د راپور له مخې، د ګوترېش کاري دوره د روان کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي، خو د هغه د ځایناستي پر ټاکلو د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي. راپور زیاتوي چې د امنیت شورا تر دې دمه د سرمنشي د ټاکلو لپاره اته ځله پټې رایې اچولې، خو پنځو دایمي غړو یې پر یوه نوماند توافق نه دی کړی. تمه ده چې شورا په روانه اونۍ کې یو ځل بیا پټه رایه‌‌اچونه وکړي. د راپور له مخې، د کوسټاریکا نومانده ربکا ګرینسپن د دې څوکۍ لپاره له مخکښو نوماندانو څخه ده؛ خو د متحده عربي اماراتو نومانده لانا نسیبه هم د سیالۍ په ډګر کې ده. نوموړې د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د ملاتړ په تړاو له تورونو سره مخ ده، خو امارات دغه تورونه رد کړي دي. د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د سرمنشي د کاري دورې تر پای ته رسېدو وروسته د مشرتابه د تشې د ډکولو لپاره کوم څرګند میکانیزم نه دی ټاکل…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-19 16:29:35

خط زمانی

  1. Pajhwok

    رویټرز: د ګوترېش د ځایناستي پر ټاکلو اختلافونه ښايي ملګري ملتونه د مشرتابه له تشې سره مخ کړي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-19 20:59:13

رویټرز: د ګوترېش د ځایناستي پر ټاکلو اختلافونه ښايي ملګري ملتونه د مشرتابه له تشې سره مخ کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button