د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیره فرزانه صادق وايي، هېواد یې د ایران، افغانستان، تاجکستان او چین ترمنځ د ترانسپورټي دهلېز په اړه د څو اړخیزو خبرو هرکلی کوي. د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیرې دا څرګندونې د تاجکستان د ترانسپورټ وزیر دلیر جمعه او د انرژۍ او اوبو زېرمو له وزیر عظیم ابراهیم سره په لیدنه کې کړې دي. د ایران د ایرنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د یاد ترانسپورټي دهلېز پر جوړېدو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیرې ویلي، په افغانستان کې د فراه سړک به شاوخوا یوه میاشت وروسته پرانیستل شي او د نوموړې په وینا، دغه مسیر کولای شي د ایران، افغانستان، تاجکستان او چین ترمنځ د ګډې همکارۍ زمینه برابره کړي. د اقتصادي چارو کارپوه محبالله شریف وايي، د فراه ـ ماهیرود لارې پرانیستل به د ایران او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد بهیر اسانه کړي او افغانستان ته به زمینه برابره کړي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې خپل موقعیت لا پیاوړی کړي. د فراه ـ ماهیرود سړک شاوخوا ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ایران له ماهیرود سرحدي بندر څخه پیلېږي او د افغانستان د فراه ولایت تر مرکز…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
رپورټ/ ایران: د فراه ـ ماهیرود سړک به تر یوې میاشتې پورې پرانیستل شي
منابع
External sources
رپورټ/ ایران: د فراه ـ ماهیرود سړک به تر یوې میاشتې پورې پرانیستل شي