ځایي چارواکي وایي، په ګومارل شویو کسانو کې ډېری هېواد ته راستانه شوي کډوال دي. د لغمان ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو کې د بیا رغنیزو پروژو د پیل له امله زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده. د لغمان ولایت ښاروالۍ د ودانیزې برخې مشر، انجنیر ذاهدالله ذاهد، د دغو پروژو د پیل په مراسمو کې وویل، د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د مهترلام ښاروالۍ تر چتر لاندې شل رغنیزې پروژې په پام کې نیول شوې دي، چې د اتو پروژو چارې د اته سوه زره ډالرو په ارزښت پیل شوې دي. هغه وایي، په دې اتو پیل شویو پروژو کې د کانکریټي سړکونو او پارکونو جوړول شامل دي. نوموړی وایي، په دې پروژو کې د سیمې شاوخوا درې زره کسانو ته تر درې میاشتو پورې د کار کولو زمینه برابره شوې ده. د مهترلام ښاروال، مولوي نظر محمد عتیق، وایي، له ملګرو ملتونو هیله لري چې د مهترلام ښاروالۍ کاري لوړ ظرفیت ته په پام سره، دا ډول نورې رغنیزې پروژې هم ورکړي. د لغمان ولایت مرستیال والي، حافظ انځرګل عبدالله، بیا د یادو پروژو د پلي کېدو پر مهال پر شفافیت او کاري کیفیت د پام کولو په ټینګار سره وویل، هیله یې دا ده چې دا پروژې په خپل ټاکل شوي وخت پای ته ورسېږي. په دې پروژو کې په کار…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
رپورټ/ لغمان ولایت کې زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه
سرچینې
External sources
رپورټ/ لغمان ولایت کې زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه