کلات (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): چارواکي وایي، په زابل کې یو پنځه کلن ماشوم برمې ته له لوېدو وروسته په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی، خو په هلمند کې یو درې کلن ماشوم له شاوخوا ۳۰ متره ژورې برمې ژوندی ژغورل شوی دی. د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ذبیح الله جوهر د سهشنبې په ورځ پژواک ته وویل، دغه پنځه کلن ماشوم پرون دوشنبه مازدیګر د دغې ولسوالۍ د دویمې حوزې اړوند سیمه کې برمې ته لوېدلی وو. هغه زیاته کړه، چې د پېښې له خبرېدو سره سم د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او د شپې شاوخوا ۱۲ بجې یې ماشوم له برمې راوایست خو ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله ساه ورکړې وه. د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د درېیمې حوزې اړوندن سیمه کې درې کلن ماشوم هلال احمد شاوخوا ۳۰ متره ژورې برمې ته لوېدلی وو. د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصیر احمد مهاجر وایي، امنیتي ځواکونه د دې پېښې له خبرېدو سره سم سیمې ته ورسېدل او ماشوم یې له برمې څخه په بریالیتوب وژغوره. د هغه په وینا، د ماشوم روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د لا ښې درملنې لپاره سیمهییز روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی. په جنوبي ولایتونو کې وخت ناوخت برمو ته د ماشومانو د لوېدو ورته پېښې رامنځته کېږي. چارواکو په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
زابل او هلمند کې دوه ماشومان برمو ته لوېدلي؛ یو مړ، بل ژغورل شوی
سرچینې
Afghan sources
زابل او هلمند کې دوه ماشومان برمو ته لوېدلي؛ یو مړ، بل ژغورل شوی