Summary: د زابل ولایت د مرکز کلات ښار د مهاجرینو په ښارګوټي کې د ۲ میلیونه ۷۹۹ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د دوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي حکمت الله رهبر باختر اژانس ته ویلي، چې په هره شبکه کې یوه د اوبو برمه، ۱۸۰ متره ژوره څاه، د ۵ زره لېټرو اوبو په وړتیا د اوبو زېرمې، لمریز سیسټم او د اوبو د وېش د نل لیکو لګول شامل دي.د نوموړي په وینا، د دغو پروژو بودجه د مهاجرینو لپاره د ټاکل شوې کمېټې له لوري ورکول کېږي.د مسوولینو په خبره، د یادو شبکو په فعالېدو سره به د کلات ښار د مهاجرینو په ښارګوټي کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.ورته مهال، د ښارګوټي اوسېدونکي د دغو شبکو د جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې له اوږدې مودې راهیسې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او هیله لري، چې د دغو شبکو په بشپړېدو سره به یې د څښاک اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
زابل کې د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل شوې