Summary: په زابل ولایت کې د ولایتي ادارې او سوداګرو په ګډو هڅو د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغه نندارتون کې ۳۰ غرفې جوړې شوې دي، چې پکې وچې او تازه مېوې، بېلابېل کرنیز محصولات او د مېرمنو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کېږي.د زابل د سوداګرۍ خونې رئیس محمد هاشم مرغوال ویلي، چې دغه نندارتون ته له کندهار او یو شمېر بهرنیو هېوادونو څخه سوداګر هم راغلي، څو د دغه ولایت وچې مېوې او نور کرنیز محصولات وپېري.نوموړي زیاته کړه، چې د نندارتون موخه د زابلي تولیداتو او لاسي صنایعو بازارموندنه، خلکو او سوداګرو ته د سیمهییزو محصولاتو ورپېژندنه او د کورنیو او بهرنیو پېرېدونکو پام ورته رااړول دي.په همدې حال کې د زابل مرستیال والي ملا فیضالله تمیم او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار وویل، چې د ورته نندارتونونو له لارې د سیمهییزو تولیداتو د ودې، بازارموندنې او نړیوالو بازارونو ته د دغو محصولاتو د رسېدو لپاره هڅې کېږي.یو شمېر زابلي سوداګرو هم د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د نندارتونونو جوړېدل د خپلو تولیداتو د معرفي کولو او د بازارموندنې لپاره مهم وبلل.د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم په زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو ورته نندارتون جوړ شوی و.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
سرچینې
Afghan sources
زابل کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو