Summary: د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي. د باختر اژانس د خبر له مخې، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د هوا پېژندنې لوبډلې خپلې سیالې ترنک ځوانانو لوبډلې ته د ۱۱ پر یوه ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه. د یادو سیالیو موخه د فوټبال د لوبې پراختیا، د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو لوړول او د غوره لوبغاړو موندل بلل شوې ده.
Quick facts
Locationزابل
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-28 00:32:12
Timeline
-
Bakhtar
زابل کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې