زابل کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې… — Bakhtar
Summary: د زابل ولایت د کانونو او پټرولیم امریت نوې اداري ودانۍ د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د زابل د کانونو او پټرولیم امر مولوي نورالله نوري باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ د کانونو او پټرولیم وزارت له پراختیايي بودجې څخه د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.د نوموړي په وینا، په نوې اداري ودانۍ کې ۱۶ اداري خونې، د غونډو تالار، مېلمستون، د محافظینو ځانګړې خونه او نور اړین ملحقات شامل دي، چې د اداري چارو د لا ښه تنظیم او د مراجعینو د اسانتیاوو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په زابل ولایت کې د ولایت مقام نوې اداري ودانۍ د ۳۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
زابل کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې
سرچینې
Afghan sources
زابل کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې