Healthافغانستاندریزابل

زابل کې نږدې ۴ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول شول — Bakhtar

در حال تکمیلHealthزابل1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-29 09:07:24🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د زابل ولایت په مرکز کلات ښار، د اټغر، ترنک جلډک، شملزو، سیوري او نوبهار ولسوالیو له بازارونوڅخه د نږدې ۴ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او وسوځول شول. د زابل ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له بازارونو څخه یې ۴ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي را ټول او سوځولي دي.د یاد ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مطبوعاتي مسوول، احمد باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه توکي د نږدې یوې میاشتې په موده کې د مرکز کلات ښار، د اټغر، ترنک جلډک، شملزو، سیوري او نوبهار له بازارونو څخه راټول کړل شوي وو او د کمېټې غړو او د رسنیو استازو په حضور کې وسوځول شول.ورته مهال مسوولینو له هټیوالو، سوداګرو او ښاریانو وغوښتل، چې د تاریخ‌ تېرو توکو د مخنیوي او د سالم بازار د رامنځته کولو په موخه له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي، ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او بازارونه له غیرمعیاري توکو پاک وساتل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانزابل
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-29 09:07:24

خط زمانی

  1. Bakhtar

    زابل کې نږدې ۴ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-29 07:21:32

زابل کې نږدې ۴ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button