Kabulافغانستانامنیتپښتو

زلنسکي: اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د متقابلو بریدونو درولو ته چمتو… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-15 04:33:33🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د اوکراین ولسمشر وایي، هېواد یې د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو درولو په تړاو هوکړې ته چمتو دی، په دې شرط چې د کی‌یف شریکان ډاډ ورکړي چې روسیه به هم د اوکراین د انرژۍ مرکزونه، نور بنسټیز تاسیسات او د خوراکي توکو د لېږد لارې نه په نښه کوي. رویټرز راپور ورکړی چې ولودیمیر زلنسکي د دوشنبې په ورځ دغه څرګندونې په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې کړې دي. د راپور له مخې، د زلنسکي څرګندونې ښيي چې اوکراین په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا نه ده تایید کړې چې ویلي یې دي، روسیې او اوکراین هوکړه کړې چې د یو بل د انرژۍ هدفونه به نه په نښه کوي. زلنسکي ویلي، اوکراین ډاډه نه دی چې روسیه به داسې یوې هوکړې ته ژمنه پاتې شي. هغه زیاته کړې چې جګړه باید پای ته ورسېږي او د مهمو بنسټیزو تاسیساتو په برخه کې د تاوتریخوالي کمول د سولې پر لور لومړی ګام کېدای شي. د ده په خبره، اوکراین په دې اړه له خپلو شریکانو روښانه او مشخص جزییات غواړي. زلنسکي ویلي، اوکراین چمتو دی په داسې یوه هوکړه کې شامل شي چې له مخې یې پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه ودرول شي، خو دا ډول هوکړه باید د باور وړ او اوږدمهاله وي او د خلکو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 04:33:33

مهالوېش

  1. Pajhwok

    زلنسکي: اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د متقابلو بریدونو درولو ته چمتو دی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 09:02:41

زلنسکي: اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د متقابلو بریدونو درولو ته چمتو دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button