Kabulافغانستانامنیتپښتو

زلېنسکي په مشروط ډول د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درولو… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-23 05:35:19🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره له لیدنې وروسته ویلي چې کي‌يف د روسیې د نفتو او انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درولو ته چمتو دی، خو په دې شرط چې مسکو هم د اوکراین د انرژۍ او پر نورو تاسیساتو بریدونه ودروي. د الجزیرې د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي پرون (سه‌شنبه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په نیویارک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي دي. د راپور له مخې، دې لیدنې شاوخوا ۴۰ دقیقې دوام کړی او دواړو لورو د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچ کمولو پر لارو چارو خبرې وکړې. زلېنسکي له دې لیدنې وروسته ویلي چې خبرې «مثبتې او رغنده» وې او دواړو لورو د کړکېچ کمولو او د سولې خبرو لپاره د زمینې برابرولو پر ګامونو بحث وکړ. هغه د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي: «موږ د انرژۍ پر تاسیساتو د اوربند لپاره چمتو یو؛ که هغوی نه غواړي چې موږ د دوی پر ډېزلو او د تېلو پر تصفیه‌خونو بریدونه وکړو، موږ چمتو یو، خو په دې شرط چې هغوی هم زموږ د برېښنا پر شبکې، د تودوخې پر تاسیساتو او د اوبو پر سرچینو برید ونه کړي.» د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-23 05:35:19

مهالوېش

  1. Pajhwok

    زلېنسکي په مشروط ډول د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درولو ته چمتووالی ښودلی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-23 10:03:43

زلېنسکي په مشروط ډول د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو درولو ته چمتووالی ښودلی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button