د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې شمالي کوریا روسیې ته ۱۰زره نور سرتیري استوي؛ ترڅو د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې ورسره مرسته وکړي. د اوکراین دفاعي استخباراتو ادارې د معلوماتو له مخې، دغه ځواکونه روسیې ته تر لېږد دمخه غوره او روزل کېږي. عراقچي د شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي، چې د دوی شرایط روښانه دي او د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره هر ډول اقدام د دغو شرایطو په پوره کېدو پورې تړلي دي. بلخوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان له الجزیره ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران له امریکا غواړي پخوانۍ اټومي هوکړې ته بېرته ستنه شي او پر خپلو ژمنو ودرېږي. د ایران چارواکو دغه سولهییز وړاندیز د روانې اونۍ په پیل کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال وړاندې کړی او ویلي یې وو، چې دغه طرحه د قطر د منځګړو له لارې امریکایانو ته لېږدول شوې ده. خو ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې دا طرحه یې رد کړې او زیاته یې کړه، چې ایران د سختې ماتې او بېوسۍ له امله غواړي سمدستي د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره معامله وکړي. په ورته وخت کې د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، ټرمپ په خصوصي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
زېلېنسکي: شمالي کوریا روسیې ته ۱۰زره نور سرتیري استوي
منابع
Afghan sources
زېلېنسکي: شمالي کوریا روسیې ته ۱۰زره نور سرتیري استوي