د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه د افغانستان په کوربه توب په شارجه کې ترسره کېږي. د لوبې پچه زېمبابوې وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغه ټېسټ لوبه د افغانستان پر وخت سهار لس بجې پیل شوې ده او د افغانستان په یولس کسیز نوملړ کې د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ، عبدالمالک، صدیق الله اتل، حشمت الله شهیدي، رحمان الله ځدراڼ، اکرام عليخېل، افسرخان ځاځی، نصیر معروفخېل، ضیا اشرفي، یمین احمدزی او سلیم صافی شامل دي. د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه مساوې پای ته رسېدلې وه. د پرتګال فوټبال فدراسیون د رونالډو د کلونو هڅو او ژمنتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د هغه هر څاڅکی خوله، هر برخلیک ټاکونکی ګول او هر ځل چې د لوبډلمشرۍ پټۍ یې پر مټ تړلې، د ملي لوبډلې له جامو سره د هغه د بېپایه مینې څرګندونه کوي. دغه فدراسیون زیاته کړې چې رونالډو په نړۍ کې د پرتګال د فوټبال مقام لوړ کړی او د ځوان نسل لپاره یې الهامبښونکی شخصیت پاتې شوی؛ هغه نسل چې غواړي د ده په څېر د بریا لاره ووهي. د سعودي عربستان النصر لوبډله، چې رونالډو اوس مهال په کې لوبېږي هم د یوه پیغام په خپرولو سره د هغه ستاینه کړې او لیکلي یې دي: «دا یوازې یو فصل نه و، بلکې هغه تاریخ و…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
زېمبابوې د افغانستان په وړاندې د دوهمې ټېسټ لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه
سرچینې
Afghan sources
زېمبابوې د افغانستان په وړاندې د دوهمې ټېسټ لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه