Englishافغانستانامنیتخوست

پکتیا؛ ګردېز کې د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اتو… — Bakhtar

DevelopingSecurityخوست1 SourcesUpdated: 2026-10-09 18:13:17🎙 Listen to radio

Summary: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اتو پروژو چارې پیل شوې. د پکتیا مرستیال والي محمد انور دین‌پرور د یادو پروژو د چارو د پیل پر مهال د ګردېز ښاروالۍ د کړنو ستاینه وکړه او د دغو پروژو د پلي کېدو هرکلی یې وکړ. نوموړي اړوندو مسوولینو او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال د کار کیفیت، ساختماني معیارونو او ټاکلي مهالوېش ته جدي پاملرنه وکړي او چارې په ټاکلې موده کې په ښه کیفیت بشپړې کړي. ورته مهال، د ګردېز ښاروال حبیب‌الله اخندزاده حامد د یادو پروژو په اړه وویل، چې دغه پروژې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه پلي کېږي، چې موخه یې د ښاري خدمتونو پراختیا، د ښار ښکلا او زرغونتیا او د عوایدي سرچینو پیاوړتیا ده. د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د ښاروالۍ د عوایدو د لوړولو په موخه د څلور پوړیزې استوګنیزې ودانۍ جوړول، د جرګو تالار ترمیم، د شنو ساحو جوړول، د نیالګیو او زینتي بوټو د روزنې لپاره د دوو شنو خونو جوړول، په ښار کې د ۲۱۰ کثافات دانیو نصبول، د خوست لین څخه تر عبدالحي ګردیزي عالي لېسې پورې د ګلدانونو ترمیم، پر ګلدانونو د نوو کټارو نصبول او په ګلدانونو او څلورلارو کې د زینتي بوټو د ښې روزنې لپاره د څاه‌ګانو کیندل شامل دي. حامد زیاته کړه، چې په ښار کې د عامه تشنابونو جوړول، د ګردېز ـ بالادې سړک د سروې د لومړنیو چارو بشپړول، د ښار لپاره د ادرس ورکولو سیسټم جوړول، د اداري اسنادو د خوندي ساتنې لپاره د معیاري ارشیف جوړول او د ښاروالۍ لپاره د نقلیه وسایطو د پېرلو پروژې هم د تدارکاتي پړاوونو په حال کې دي. د نوموړي په خبره، د سړکونو د پلان د تطبیق له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د ۲۹ میلیونه افغانیو د استملاکي حقونو د ورکړې بهیر هم پیل شوی دی. د ګردېز ښاروال ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د ښار د اساسي اړتیاوو پوره کولو، د عایداتي سرچینو پیاوړتیا، د ښاري خدمتونو پراختیا او د ښار د ښکلا او زرغونتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Quick facts

Locationخوست
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-09 18:13:17

Timeline

  1. Bakhtar

    پکتیا؛ ګردېز کې د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اتو پروژو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-09 11:56:18

پکتیا؛ ګردېز کې د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اتو پروژو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button