Englishافغانستانامنیت

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-09 10:06:18🎙 Listen to radio

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر نیکولا بلومو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام، د همکاریو پر پراختیا او له نشه‌یي توکو سره پر مبارزې بحث کړی دی. حقاني په افغانستان کې د نیکولا بلومو د ماموریت له پیله هرکلی کړی او د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ یې اړیکې مثبتې بللې دي. د لیدنې په پای کې د دواړو خواوو ترمنځ پر تعامل او د همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-09 10:06:18

Timeline

  1. Parstoday

    سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-09 09:58:01

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button