افغانستانامنیتپښتو

سلګونه افغان مهاجرین د پاکستان له بندخونو څخه ازاد شول — Bakhtar

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-16 07:34:56🎙 راډیو واورئ

Summary: د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت، د پاکستان له بندخونو څخه د شاوخوا ۱۵۰۰ افغان مهاجرینو د ازادېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده؛ راغلي دي: "روانه اوونۍ د پاکستان له بندخونو څخه ۱۴۱۶ افغان کډوال چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو؛ ازاد او هېواد ته راستانه شول."د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په ازاد شویو کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوي وو او له دې جملې څخه ۱۰۸۳ تنه د تورخم او ۳۳۳ تنه نور یې د سپین بولدک له لارې راستانه شوي دي.هېره دې نه وي چې له یادو کسانو سره بشري مرستې شوې او خپلو مېنو ته استول شوي دي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-16 07:34:56

مهالوېش

  1. Bakhtar

    سلګونه افغان مهاجرین د پاکستان له بندخونو څخه ازاد شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-16 06:50:12

سلګونه افغان مهاجرین د پاکستان له بندخونو څخه ازاد شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button