افغانستانامنیتپښتو

برېتانیا: په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره روسي… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-12 07:05:20🎙 راډیو واورئ

د برېتانیا پوځي استخبارات وايي، په اوکراین کې شاوخوا ۵۰۰ زره روسي سرتېري وژل شوي دي. د برېتانیا د پوځ مشر ریچ نایټن وايي، د روسیې د دومره لویې مرګ‌ژوبلې په بدل کې د جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد یوازې شاوخوا دوه سلنه اضافي اوکرایني خاوره نیولې ده. د ترهګرۍ د څارنې یوې ادارې په وینا، دغه خپرونه د القاعدې د رسنیزې څانګې «الصحاب» له لوري د «له ۹/۱۱ وروسته ۲۵ کاله» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. په دې خپرونه کې د سپټمبر ۱۱مه د داسې یوې مهمې پېښې په توګه انځور شوې چې د نړۍ پر سیاسي او امنیتي وضعیت یې ژور اغېز کړی دی. په خپرونه کې د القاعدې د پخوانیو فعالیتونو، په افغانستان او منځني ختیځ کې د وضعیت او د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو مخکې د یو شمېر پېښو یادونه شوې چې د افغان جمعیت اسلامي د پخواني مشر احمد شاه مسعود وژل کېدل هم پکې شامل دي. د خپرونې ډېره برخه له پخوانیو ثبت شویو انځورونو جوړه شوې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو صحنې، د لویدیځو رسنیو راپورونه او د امریکايي او اروپايي شنونکو څرګندونې پکې شاملې دي. په دغو برخو کې د یادو بریدونو پر سیاسي، پوځي او اقتصادي اغېزو بحث شوی دی. حمزه بن لادن په خپرونه کې دوه ځله راڅرګندېږي او دواړه ځله یې دودیزه…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-12 07:05:20

مهالوېش

  1. AF International

    برېتانیا: په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره روسي سرتېري وژل شوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-12 05:00:22

برېتانیا: په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره روسي سرتېري وژل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button