EnglishPoliticsافغانستانفراه

سرپل کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو — Bakhtar

DevelopingPoliticsفراه1 SourcesUpdated: 2026-09-17 15:52:02🎙 Listen to radio

Summary: د سرپل ولایت په مرکز کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت له لوري د خبریالانو، مطبوعاتي مسوولینو، لیکوالانو، فرهنګي فعالانو او ځوانانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهی، د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو، سیمه‌ییزو مسوولینو، خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او ځوانانو ګډون کړی و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهی وویل، چې رسنۍ او خبریالان د خلکو د پوهاوي او د معلوماتو د لېږد په برخه کې مهم مسوولیت لري او کولای شي د حکومت فعالیتونه او لاسته‌راوړنې په سمه او دقیقه توګه خلکو او نړیوالو ته ورسوي. هغه زیاته کړه، چې رسنۍ باید د خلکو ستونزې هم له مسوولینو سره شریکې کړي او د رسنیو او حکومتي ادارو ترمنځ سالمه همکاري د معلوماتو د ښه شریکولو او د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهمه ده. په دې پروګرام کې د ژورنالیزم پر اصولو، د رسنیو پر مسلکي مسوولیتونو، د فکري او عقیدوي ظرفیت پر لوړولو، د اسلامي او ملي ارزښتونو پر رعایت، د رېښتيا موندنې او د خبر له خپرولو وړاندې د هغه د پایلو د ارزونې په اړه خبرې وشوې. ویناوالو د رسنیو ترمنځ د سالمې همکارۍ، متقابل درناوي، د تجربو د شریکولو، د خبریالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د دوام او د رسنیو د ستونزو د حل پر اړتیا هم ټینګار وکړ. د سیمینار په پای کې د خبریالانو په استازیتوب غلام‌سخي فروتن د دغه روزنیز پروګرام له جوړېدو هرکلی وکړ او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

Quick facts

Locationفراه
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-17 15:52:02

Timeline

  1. Bakhtar

    سرپل کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-17 15:45:16

سرپل کې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button