Politicsافغانستاندری

سرپل کې څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي — Bakhtar

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-22 08:12:10🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د سرپل ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ذکه افغانیه په مهاجرینو ښارګوټي کې د ۵ میلیونه ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمد جمعه حقیار باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل، چې یاده پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له پراختیايي بودیجې څخه تمویلېږي.د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۸۰ متره مکعبه په وړتیا د اوبو یوه زېرمه، د لمریزې برېښنا ۲۸ تختې او د ۳.۸ کیلومتره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول شامل دي.هغه زیاته کړې، چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به د بېرته راستنو شویو مهاجرینو ۱۰۵۳ کورنۍ د څښاک پاکو او خوندي اوبو له اسانتیاوو څخه برخمنې شي.د نوموړي په خبره، د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د بېرته راستنو شویو مهاجرینو لپاره د بنسټیزو او خدماتي پروژو پلي کول له خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي او هڅه کوي د څښاک پاکو اوبو او نورو اساسي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی لا پراخ کړي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د یادې شبکې په بشپړېدو سره به د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه تر ډېره هواره شي.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-22 08:12:10

خط زمانی

  1. Bakhtar

    سرپل کې څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-22 05:14:23

سرپل کې څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button