EnglishHealthافغانستانبلخ

سرپل کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې — Bakhtar

DevelopingHealthبلخ1 SourcesUpdated: 2026-08-17 11:27:16🎙 Listen to radio

Summary: د سرپل ولایت د کوهستاناتو او بلخاب ولسوالیو په دوو کلیو کې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د سرپل د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمد جمعه حقیار باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ او د یاد ریاست تر څارنې لاندې د ۷ میلیونه ۷۰۳ زره ۸۸۳ افغانیو په لګښت د کوهستاناتو ولسوالۍ د ده‌ سرخ او د بلخاب ولسوالۍ د دهنه ‌الکه په کلیو کې پلې شوې دي.ویل شوي چې په یادو شبکو کې د ۳۰ او ۴۰ متره مکعبه په وړتیا د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د څاه کیندل، د ۲۶ سولر تختو نښلول او د ۱۲.۹ کیلو متره په اوږدوالي د نل لیکو غځول شامل دي. د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره ۳۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی دی.

Quick facts

Locationبلخ
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-17 11:27:16

Timeline

  1. Bakhtar

    سرپل کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-17 10:24:54

سرپل کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button