په خوست کې سیمهییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ځینو سیمو پر سر څو نامعلومه بېپیلوټه الوتکې ګرځي او طالبان پرې ډزې کوي. سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په برید کې شپږ ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو د مرګ ژوبلې دغه شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. طالبانو ویلي چې برید پر یوه شاړه ځمکه شوی او د تلفاتو یا زیان راپور یې نه دی ورکړی. د برید هدف هغه سیمه بلل کېږي چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له ځانګړو ځواکونو سره تړاو لري او د هغه له استوګنځي سره پنځه کیلومټره واټن لري. سرچینې وايي، په دې ځای کې د دغو ځواکونو د اوسېدو، پوځي روزنې او مدرسې اړوند مرکزونه شته او هغه کسان پکې روزل کېږي چې د هبتالله د ساتنې دنده لري. د ملا صاحب سرای د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ پروت دی. د سیمې د امنیتي وضعیت له امله عامو خلکو او عادي طالب جنګیالیو ته د دې مرکز پر لور تګ محدود بلل کېږي او د سیمې شاوخوا امنیتي تدابیر سخت دي. ملا صاحب سرای د افغانستان د وروستیو څو لسیزو د جګړو د تاریخ له مهمو ځایونو ګڼل کېږي. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دغه سیمه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
سرچیني: د خوست پر مرکز بې پیلوټه الوتکې ګزمې کوي