پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینې وایي، چې طالبانو هغه ته د ایران د پخواني رهبر علي خامنهيي د رسمي جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نهده ورکړې او د پخواني ولسمشر کرزي پر ځای یو بل پخوانی افغان چارواکی د هغه د استازي په توګه تهران ته لېږل شوی دی. د سید مسعود حسیني په وینا، طالب ځواکونو له پلټنو وروسته د قرباني د ښخولو ځای وموند او لومړی یې یو شکمن ونیو. هغه زیاته کړه، دوه نور شکمن کسان، چې غوښتل یې د نیمروز ولایت له لارې له افغانستان څخه ووځي، هم ونیول شول او بېرته هرات ته لېږدول شوي دي. په وروستیو میاشتو کې په هرات ولایت کې د قتل پېښې زیاتې شوې دي. همدا راز په یوه بله تازه پېښه کې، باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ۲۵ کلن احمد شېرزاد دوه شپې وړاندې د هرات په زندان کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی په چاقو برید کې ټپي شو او بیا د ژورو ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده. په هرات کې طالب چارواکو د دې پېښې په اړه افغانستان انټرنشنل ته څه ونه ویل، خو څرګنده یې کړه، چې دا موضوع په کابل کې د زندانونو چارو سمون ادارې پورې اړه لري او دغې ادارې لا تر اوسه په دې تړاو څه وضاحت نهدی ورکړی. د عیني شاهدانو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنهیي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نهده ورکړې
Sources
Afghan sources
سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنهیي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نهده ورکړې