افغانستانامنیتپښتوهرات

سرچینې: طالبانو په هلمند کې ۱۰ مېرمنې نیولې دي | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-06 22:12:08🎙 راډیو واورئ

د دوو سیمه‌ییزو خبریالانو په ګډون څلورو باوري سرچینو تایید کړې چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ۱۰ مېرمنې نیولې دي. د دغو سرچینو په وینا، دغه هلمندۍ مېرمنې د چادرۍ د نه درلودلو او د طالبانو له محتسبینو سره له لفظي نښتې وروسته نیول شوي او تر دا مهاله یې د خوشې کېدو څه خبر نشته. دا لومړی ځل دی چې په هلمند کې مېرمنې د جامو او حجاب په پلمه نیول کېږي. د سرچینو په وینا، د هلمند په ښار او بازارونو کې د مېرمنو حضور له پخوا خورا لږ لیدل کېده. د پېښې یوه شاهد چې نه‌يې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل: «د دوشنبې په ورځ په لښکرګاه کې مېرمنو توري جامې او حجاب درلود او د سودا اخیستلو لپاره راوتلې وې. په هلمند کې باید چادري واغوستل شي، خو دغو مېرمنو چادري نه درلوده؛ محتسبینو نیولې دي او څرګنده نه ده چې خوشې شوې دي که نه.» همدارنګه د هلمند یو بل اوسېدونکي وویل:«په تېرو درېیو ورځو کې د بازار وضعیت خورا خراب شوی او نیونې زیاتې شوې دي. موږ په ښار کې دوکانداران یو او بار بار راته ویل شوي کومې مېرمنې چې چادري نه لري سودا پرې ونه پلورو. له محرم پرته هم د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.» په ورته وخت کې، د هرات اوسېدونکي…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-06 22:12:08

مهالوېش

  1. Amu TV

    سرچینې: طالبانو په هلمند کې ۱۰ مېرمنې نیولې دي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-06 11:03:16

سرچینې: طالبانو په هلمند کې ۱۰ مېرمنې نیولې دي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button