سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې. د سرچینو په وینا؛ نښته د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته په زخهخېل بازار سیمه کې شوې ده. له هغې مخکې کاناډایۍ ډیپلوماټې ډیبورا لاینز د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت مشري کړې وه او وروسته د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا دې مقام ته غوره شوه. دا چې د افغانستان په اړه د نړۍ تر ټولو مهم سیاسي ماموریت درې ځله پرلهپسې ښځو ته سپارل کېږي، د شنونکو له نظره، ناڅاپي انتخاب نه دی. لومړۍ ښځه چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ځانګړې استازې په توګه وټاکله، ډیبورا لاینز کاناډایۍ ډیپلوماټه وه، چې له اوږدې نړیوالې تجربې وروسته یې په ۲۰۲۰ کال کې دیوناما مشري پرغاړه واخېسته. هغې د افغانستان د جمهوریت د وروستیو کلونو، د سولې خبرو او د سیاسي بدلونونو په یوه خورا حساس وخت کې د ملګرو ملتونو استازیتوب وکړ. له هغې وروسته د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره روزا اوتونبایوا په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په توګه کابل ته لاړه. اوتونبایوا په خپلو راپورونو او څرګندونو کې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې. رباب فاطمه داسې مهال ټاکل کېږي چې افغان ښځې او نجونې د زدهکړو،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
منابع
Afghan sources
سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې