افغانستانامنیتپښتو

سرچینې: په بامیان کې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی د ډزو له پېښې… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 23:07:52🎙 راډیو واورئ

بامیان ولایت کې ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی د ډزو موخه ګرځېدلی دی. ډیپلوماتیکي سرچینې وایي، د ملګرو ملتونو دغه کارکوونکی له دغه امنیتي پېښې څخه روغ رمټ وتلی دی. مسکو د روان کال د اکټوبر پر ۱۶مه د شانګهای، ډله‌ییز امنیت او ګډو ګټو سازمان په ګډه غونډه کې خبرداری ورکړ چې افراطي ډلې هڅه کوي له افغان خاورې منځنۍ اسیا او روسیې ته نفوذ وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، وسله‌وال د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پر پوله په پرتو افغان ولایتونو کې د پام وړ حضور لري او داعش خراسان څانګه د سیمې پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی. تحلیل کې راغلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د مۍ او جولای میاشتو ترمنځ په امنیتي پېښو کې د ۱۱ سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی. په دغه موده کې د طالبانو وسله‌والو مخالفانو، لکه د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د یاسین ضیا اړوند د افغانستان د ازادۍ جبهې، د ۸۸ بریدونو ادعا کړې چې ۵۵ یې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي دي. سنترل ایشیا ټایمز لیکي، خو دا بریدونه له نړیوالو ترهګریزو فعالیتونو سره توپیر لري او اصلي موخه یې د افغانستان په داخل کې له طالبانو سره…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 23:07:52

مهالوېش

  1. AF International

    سرچینې: په بامیان کې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی د ډزو له پېښې روغ وتلی دی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-21 20:21:02

سرچینې: په بامیان کې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی د ډزو له پېښې روغ وتلی دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button