د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو ځواکونو او د دې ډلې د ناراضي قوماندان جمعهخان فاتح اړوندو کسانو ترمنځ نښته د دغې ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوې او جګړې لا هم دوام لري. دغه بنسټ د چارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په تېرو پنځو کلونونو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ. د دغه راپور له مخې، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې لکه د ازادۍ سلبول، شکنجه، وهل ټکول، ګواښونه، وژل، وزګارتیا او له رسنیو د ښځو لېرې کول ثبت شوي دي. په راپور کې راغلي دي چې په دې موده کې د خبریالانو د وژلو مسولین طالبان او داعش دي. نی وايي طالبانو په اوسط ډول، په هر ۹ ورځو کې دوه خبریالان یا رسنیز کارکوونکي نیولي دي. دغه بنسټ همدا راز د نیول کېدو او زندان په جریان کې د خبریالانو شکنجه او بد چلند د خبریالانو د حقوقو د جدي نقض په توګه یاد کړی دی. د نی راپور ښیي چې ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکوونکې هم له پراخو محدودیتونو او فشارونو سره مخ شوې دي او د هغوی ډېری برخه له رسنیو څخه کار کولو ته نه دي پرېښودل شوې. نی همدا راز د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
سرچینې: په بدخشان کې پنځه طالبان وژل شوي، پنځه لادرکه او ۱۶ نور ټپیان دي
سرچینې
Afghan sources
سرچینې: په بدخشان کې پنځه طالبان وژل شوي، پنځه لادرکه او ۱۶ نور ټپیان دي