د کابل ښار په لوېدیځ، دشت برچي سیمه کې د «شمع هدایت» په نوم پر یوه خصوصي ښوونځي د څو لاسي بمونو (نارنجکو) د برید له امله لږ تر لږه ۴۴ تنه زدهکوونکي ټپیان شوي دي. د دغه ښوونځي عیني شاهدانو او ځایی سرچینو تایید کړې چې دغه خونړی برید د رخصتۍ پر مهال، داسې مهال رامنځته شو چې ماشومان او زدهکوونکي په قطار کې ولاړ وو. د پېښې یوه نږدې شاهد وویل، پر موټرسایکل سپارو بریدګرو پر زدهکوونکو څو لاسي بمونه وغورځول او له سیمې وتښتېدل. په ورته وخت کې د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو ویلي چې د دغې چاودنې له ځایه ۳۵ ټپي ماشومان د دوی مرکز ته وروړل شوي، چې د ټولو عمرونه د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي. د یاد روغتون د مسؤل «دژان پانيچ» په وینا، د دغو ټپي ماشومانو له ډلې د درېیو هغو روغتیایي حالت خورا مرګونی و او بیړنیو جراحي عملیاتو ته یې اړتیا درلوده. د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د پیښې د تایید ترڅنګ یوازې د څو زدهکوونکو د سطحي ټپي کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د پیښې د څرنګوالی په اړه څېړنې پیل شوې دي. خو د سیمې خلک او کارپوهان ټینګار کوي چې طالبان د دا ډول غمجنو پیښو کره ابعاد پټوي او تر دا مهاله د ورته پیښو په روښانولو کې پاتې راغلي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
سرچینې: کابل کې پر ښوونځي د لاسي بمونو په برید کې ۴۴ زدهکوونکي ټپیان شوي | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
سرچینې: کابل کې پر ښوونځي د لاسي بمونو په برید کې ۴۴ زدهکوونکي ټپیان شوي | آمو ټلویزیون