افغانستانامنیتپښتو

سرچینې: کامدېش ته رااوښتي لسګونه وسله وال وژل شوي، ټپیان دي او یا… — Pajhwok

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-26 11:48:48🎙 راډیو واورئ

امنیتي سرچینې وایي، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د ډیورند کرښې له هغې غاړې د یو شمېر وسله‌والو د رااوښتو هڅه شنډه شوې او په عملیاتو کې لسګونه وسله‌وال وژل شوي، ټپیان شوي او یا ژوندي نیول شوي دي. سرچینې کامدیش ته د دغو کسانو رااوښتل د پاکستاني ملېشو، داعش او نورو وسله‌والو مشترکه دسیسه یاده کړې او ویلي یې دي چې دغو کسانو غوښتل د نورستان کامدېش ولسوالۍ په استقامت له ډیورند کرښې را واوړې او دلته نا امني جوړه کړي. د معلوماتو له مخې، د دغو وسله‌والو پر ضد ځانګړي عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې لسګونه وسله‌وال وژل شوي، ټپیان شوي او یا ژوندي نیول شوي دي. سرچینې وایي، د یادو وسله‌والو پاتې کسان بېرته د ډیورند کرښې هغې غاړې ته اوښتي او د پاکستاني ملېشو مرکزونو ته تللي دي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-26 11:48:48

مهالوېش

  1. Pajhwok

    سرچینې: کامدېش ته رااوښتي لسګونه وسله وال وژل شوي، ټپیان دي او یا نیول شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-26 16:18:18

سرچینې: کامدېش ته رااوښتي لسګونه وسله وال وژل شوي، ټپیان دي او یا نیول شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button