DevelopmentKabulافغانستانپښتو

سعودي عربستان د هرمز تنګي د بدیلې لارې په توګه د تېلو د… — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-03 15:32:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د سعودي عربستان د تېلو دولتي شرکت «ارامکو» ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بهیر ګډوډېدو له امله یې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تېلو نل‌لیکې د غځولو چارې پیل کړې او د تېلو د صادراتو لپاره نورې نوې لارې هم څېړي. د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د تېلو دغه نل‌لیکه چې د «پټرولاین» په نوم هم پېژندل کېږي، د سعودي عربستان له ختیځې «بقیق» سیمې څخه خام تېل د سره سمندرګي پر غاړه د ینبع بندر ته لېږدوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ارامکو اجراییوي رییس امین ناصر نن (سې‌شنبه) ویلي چې د ختیځ او لوېدیځ د تېلو نل‌لیکې د غځولو او د تېلو د لېږد لپاره د اضافي شبکو جوړولو چارې په عملي ډول پیل شوې دي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران جګړې او د هرمز تنګي عملاً تړل کېدو د سیمې د تېلو صادرات ګډوډ کړي دي؛ هغه تنګی چې تر دې مخکې د نړۍ ۲۰ سلنه برخه تېل ترې تېرېدل. د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تېلو نل‌لیکه هره ورځ د اووه میلیون بېرله تېلو د لېږد ظرفیت لري او دغه هېواد غواړي د نل‌لیکو له لارې د تېلو د صادراتو ظرفیت په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-03 15:32:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    سعودي عربستان د هرمز تنګي د بدیلې لارې په توګه د تېلو د صادراتو نل‌لیکه غځوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-03 20:01:23

سعودي عربستان د هرمز تنګي د بدیلې لارې په توګه د تېلو د صادراتو نل‌لیکه غځوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button