EconomyEnglishKabulافغانستان

سعودي عربستان کې یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ بنګله‌دېشي کارګر… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-10 10:17:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بنګله‌دېش چارواکي وایي چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د فرنېچر د تولید یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ بنګله‌دېشي کارګر مړه شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه د یکشنبې په ورځ د ریاض په «موسی سنیه» صنعتي سیمه کې شوې ده. د راپور له مخې، ټول قربانیان بنګله‌دېشي کډوال کارګران وو چې د فرنېچر او کورنیو وسایلو جوړولو یوه فابریکه کې یې کار کاوه. د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې وضعیت څاري او په ریاض کې د دغه هېواد د سفارت چارواکي له سعودي چارواکو سره د قربانیانو د مړو د لېږدولو برخه کې همکاري کوي. د راپور له مخې، د بنګله‌دېش د کډوالو د هوساینې او بهرنیو کارونو وزیر عارف‌الحق چودري اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د قربانیانو مړي ژر تر ژره دغه هېواد ته ولېږدول شي او د قربانیانو کورنیو ته لازمې دولتي مرستې او غرامت ورکړل شي. د رویټرز د شمېرو له مخې، په سعودي عربستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه بنګله‌دېشي وګړي ژوند کوي او دغه هېواد د بنګله‌دېشي کډوالو کارګرانو تر ټولو لوی مقصد بلل کېږي. په راپور کې راغلي چې دغو کارګرانو تېر کال بنګله‌دېش ته له ۲.۷ میلیارد ډالرو ډېرې پیسې استولې دي. رویټرز زیاتوي چې د بنګله‌دېش چارواکي او په ریاض…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-10 10:17:02

Timeline

  1. Pajhwok

    سعودي عربستان کې یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ بنګله‌دېشي کارګر مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-10 14:45:38

سعودي عربستان کې یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ بنګله‌دېشي کارګر مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button