Summary: د غزني پوهنتون د پنځو پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه ۳۷۶ محصلين فارغ شول. باختر اژانس ته د لوړو زده کړو وزارت د وياند دفتر د معلوماتو له مخې؛ د يادو محصلينو په فراغتغونډه کې، د غزني پوهنتون رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت مقام، د هېواد په پوهنتونونو کې دیني او عصري علومو او څېړنیزې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او د غزني پوهنتون محصلان په اسلامي روحیه او د ټولنې له اړتیاوو سره سم روزل شوي دي. دغه راز، د افغان ټیليکام اداري مرستیال مولوي اسدالله فیضاني، ویلي دي: "دا مجلس د خیر او برکت مجلس دی چې نن زموږ ټولنې ته متخصص او په اسلامي روحیې سمبال ځوانان وړاندې کېږي." هېره دې نه وي چې يادو محصلينو د ښوونې او روزنې، شرعیاتو، ژبو او ادبیاتو، کرنې او اقتصاد پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
سلګونه محصلين د غزني پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه فارغ شول
Sources
Afghan sources
سلګونه محصلين د غزني پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه فارغ شول