Developmentافغانستانپښتوسمنګان

سمنګان کې د پنځه پروژو چارې پیل شوې — Bakhtar

روان خبرDevelopmentسمنګان1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-25 01:37:42🎙 راډیو واورئ

Summary: د سمنګان ځایي مسوولینو د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د پروژو د تطبیق آمر، انجنیر یما فرامرز ویلي، چې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د ۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فیروزنخچیر، خرم او سارباغ، ایبک او حضرت سلطان ولسوالیو په چهارسوق، سرسنگ، ملا سلطان، تحت حقان او فقلاني کلیو کې د ۴۸۶ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول، د ۳.۸ کیلومتره فرعي سړک بیارغول او جغل‌اچول او د دوو پلچکونو جوړول شامل دي. فرامرز ویلي چې په یادو پروژو کې ۳۳۲ تنو ته د کار زمینه برابره شوې او چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو د پیل هرکلی کړی او د سېلابونو له امله یې د استوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او د اوبو سرچینو د زیانمنېدو په مخنیوي کې د پروژو بشپړېدل مهم بللي دي.

لنډ معلومات

ځایسمنګان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-25 01:37:42

مهالوېش

  1. Bakhtar

    سمنګان کې د پنځه پروژو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-24 16:17:45

سمنګان کې د پنځه پروژو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button