Summary: د سمنګان ولایت د ایبک ښار په مرکز کې د دریاخان سړک د قیر کولو چارې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د ایبک ښاروالۍ ساختماني انجنیر عبدالاحمد رحماني باختر اژانس ته وویل، چې دغه سړک له یو نیم کیلومتر څخه کم اوږدوالی لري، چې له ډلې یې ۷۷۳ متره د ایبک ښاروالۍ له لوري قیر کېږي او ورسره به د سړک دواړو غاړو ته ویالې هم په اساسي ډول جوړې شي. په همدې حال کې د سمنګان ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محمد صادق حکیمي د یادې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او د ایبک ښاروالۍ له مسوولینو څخه یې په ښار کې د پراختیايي پروژو، په ځانګړي ډول د ولایت مقام، محکمې، علماوو شورا او ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو د سړکونو د قیر کولو له امله مننه وکړه. نوموړي د ورته پروژو پلي کېدل د ښار د ابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره مهم ګام وباله او له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د سړک جوړولو او قیر کولو چارې په لوړ کیفیت او د ساختماني معیارونو له مخې ترسره کړي. حکیمي همدارنګه خبر ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د سمنګان د ټولګټو ریاست له لوري د ایبک ـ خرم او سرباغ د ۲۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې هم پیل شي. بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه. د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک پاتې ۵۰۰ متره برخه به هم په نږدې راتلونکي کې قیر شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
سمنګان کې د یوه سړک د قیر کولو چارې پیل شوې