Economyافغانستاندریسمنګان

سمنګان کې لاس‌پلورونکې: اقتصادي ستونزو او غربت بازار ته را ایستلي یو، خو… — Amu TV

در حال تکمیلEconomyسمنګان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 00:02:05🎙 رادیو را بشنوید

په سمنګان ولایت کې اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او سختو شرایطو لسګونه افغان مېرمنې مجبورې کړې دي چې د نفقې موندلو لپاره په سختو شرایطو کې د سړکونو غاړو ته کښېني او لاس‌پلورنې ته مخه کړي. د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې هره ورځ لسګونه مېرمنې چې ډېری یې د خپلو کورنیو سرپرستې دي، بازار ته راځي ترڅو د خپلو لاسي صنایعو، سوزن‌دوزۍ او بېلابېلو وړو توکو په پلورلو سره د کورنۍ نفقې ته څو افغانۍ پیدا کړي. دغه مېرمنې وایي چې د مناسبو کاري زمینو د نشتوالي او اقتصادي تنګسیا له امله يې دا سخته لاره غوره کړې ده. یوې کارګرې مېرمنې وویل:«زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی؛ نه سړیو ته کار شته او نه ښځو ته. بېګاه او سهار کالي ګنډم او دلته یې راوړم؛ که وشو، پلورم یې او که نه، خالي لاسونه بېرته ځم. له سهاره تر ماښامه تر سوځند لمر لاندې ناسته یم، روزګار کله وي او کله بیخي نه وي.» د سمنګان اکثریت دا لاس‌پلورونکې مېرمنې په کرایي کورونو کې ژوند کوي. د پېرودونکو کمښت، د عایداتو پریوتل او د خوراکي موادو بې‌ساري ګرانښت د دوی اوږې نورې هم درنې کړې دي، تر دې چې د میاشتې د کور کرایه ورکول هم ورته په لوې ستونزې بدله شوې ده. دغو مېرمنو له حاکمو مسؤلینو او خیریه نهادونو غوښتنه کړې چې د مستقلې استوګنې او د ښځو…

اطلاعات کوتاه

مکانسمنګان
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 00:02:05

خط زمانی

  1. Amu TV

    سمنګان کې لاس‌پلورونکې: اقتصادي ستونزو او غربت بازار ته را ایستلي یو، خو کار نشته | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-21 11:59:42

سمنګان کې لاس‌پلورونکې: اقتصادي ستونزو او غربت بازار ته را ایستلي یو، خو کار نشته | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button