Summary: د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال د دغه ولایت له باغونو څخه څه باندې ۱۸ زره مټریک ټنه انګور راټول شوي دي. د سمنگانو د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر انجنیر عبدالخلیل کریمي باختر اژانس ته ویلي، چې سږ کال د فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو په شاوخوا ۱۲۰۰ هکټاره ځمکه کې له بڼونو څخه ۱۸ زره او ۲۴۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شوي دي. د نوموړي په وینا، د طبیعي افتونو، په ځانګړي ډول د ږلۍ ورښت له امله د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله کم شوي؛ خو په ځايي بازارونو کې یې بیه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده. هغه زیاته کړې، چې اوس مهال یو من انګور په ځايي بازارونو کې په ۱۵۰ افغانیو پلورل کېږي او د سمنګان د انګورو له مشهورو ډولونو څخه تایفي، حسيني او کلک عروس دي. ورته مهال، د سمنګان د انګورو بڼوال وايي، چې سږ کال د انګورو کیفیت ښه دی؛ خو طبیعي افتونو یې پر حاصلاتو منفي اغېز کړی دی. د فیروزنخچیر ولسوالۍ یو بڼوال عبدالاسلام ویلي، چې د ږلۍ له امله یې حاصلات کم شوي او د اوسنیو بیو له کچې هم خوښ نه دی. نوموړي له خلکو غوښتي، چې د بهرنیو محصولاتو پر ځای له کورنیو مېوو څخه استفاده وکړي، څو د کورنیو تولیداتو بازار لا وده وکړي. هغه له مسوولینو هم غوښتنه کړې، چې د انګورو د ساتنې لپاره معیاري سړې خونې جوړې کړي، څو بڼوال وکولای شي خپل حاصلات په مناسبه ځای کې وساتي او په مناسب وخت او بیه یې بازار ته وړاندې کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
سمنګان کې څه باندې ۱۸ زره مټریک ټنه انګور راټول شوي