کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته کړې ده. اوچا نن (پنجشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه اندازه پیسې د سويډن د ۱۰ میلیون کرونو معادل دي. اوچا د سويډن له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد دوامداره پیوستون په افغانستان کې د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره ګډې هڅې پیاوړې کوي. دغه دفتر په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
Quick facts
LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-15 10:38:17
Timeline
-
Pajhwok
سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-15 15:07:30
سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه