Kabulافغانستانامنیتپښتو

کاپیسا څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي څېړنې پیل شوې — Bakhtar

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-29 17:07:16🎙 راډیو واورئ

Summary: د کاپیسا ولایت ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ څخه کابل ښار ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي څېړنې او ډیزاین چارې د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست او د کاپیسا، پروان او کابل ولایتونو د والیانو په شتون کې پیل شوې. د دغو څېړنو د پیل په مراسمو کې د کاپیسا والي قاري احسان‌الله بریال وویل، چې د یادې پروژې پیل د کابل ښار د اوبو رسولو په برخه کې مهم ګام دی او د پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار د اوسېدونکو د اوبو د کمښت ستونزې تر یوه بریده حل شي. ورته مهال د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور هم د دغې پروژې د تخنیکي څېړنو پیل د کابل ښار اوسېدونکو ته مبارکي وویله او ویې ویل، چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د لویو پروژو د پلي کېدو او جوړولو چارې روانې دي. همداراز د کابل والي ملا امین‌الله عبید وویل چې د دغې پروژې پیل په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزې د حل په برخه کې مهم اقدام دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې ټولګټې پروژې پلې کړي. ورپسې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده وویل، چې کابل ته د اوبو د لېږد لپاره اړینې څېړنې ترسره شوې او د اوبو د لېږد بېلابېلې لارې تر مطالعې لاندې نیول شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې له پنجشېر څخه د اوبو لېږد ښايي په کاپیسا او پروان ولایتونو کې د کرنې د اړتیا وړ اوبو پر برابرولو اغېز وکړي؛ له همدې امله د ترسره شویو څېړنو او شوې هوکړې له مخې، د اوبو د لېږد لپاره د صیاد سیمه غوره شوې ده. هغه وویل چې دغه پروژه به د کورنیو انجینرانو له لوري طرحه او ډیزاین شي او د دغه وزارت هڅه کوي، چې تخنیکي او عملي چارې پر ټاکلي وخت بشپړې کړي. د نوموړي په وینا، د دغې پروژې اوبه به نوي کابل ښار ته ولېږدول شي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د یوه بل بند پروژه هم پرانیستل شي. د یادونې وړ ده، چې د اوبو د لېږد د دغې پروژې اوږدوالی شاوخوا ۵۵ کیلومتره اټکل شوی او ټاکل شوې چې هر کال شاوخوا ۱۹۸ میلیونه متر مکعبه اوبه کابل ښار ته ولېږدوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-29 17:07:16

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کاپیسا څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي څېړنې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-29 16:44:07

کاپیسا څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تخنیکي څېړنې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button