Kabulافغانستانامنیتدری

سویس کې د بس چپه کېدو پېښه؛ يو شمېر ګرځندويانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-11 05:28:23🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د سویس پولیس وايي، د دغه هېواد په ختیځ کې د هالنډي ګرځندویانو یوه بس چپه کېدو له امله څو کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د سویس د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه بس کې ۴۸ کسان سپاره وو. د هالنډ د ګرځندوی صنعت د یوې ټولنې یوه ویاند ویلي چې د بس سپاره کسان د هالنډ اتباع وو. د پولیسو یوه ویاند ویلي، بس لومړی د سړک غاړې له محافظتي خنډ سره ټکر کړی او وروسته چپه شوی دی. د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې بل موټر ښکېل نه و. د سویس رسنیو راپور ورکړی چې د ژغورنې عملیاتو لپاره څو امبولانسونه او پنځه چورلکې د پېښې سیمې ته استول شوي دي. تر اوسه د پېښې رامنځته کېدو کره علت نه دی څرګند شوی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-11 05:28:23

خط زمانی

  1. Pajhwok

    سویس کې د بس چپه کېدو پېښه؛ يو شمېر ګرځندويانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-11 09:58:19

سویس کې د بس چپه کېدو پېښه؛ يو شمېر ګرځندويانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button