کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سویس په شمالي ښار آراو کې د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. د الجزیرې د راپور له مخې، سیمهییزو پولیسو ویلي چې پېښه د یکشنبې په شپه د زوریخ شمال ته په آراو ښار کې رامنځته شوې او د «بریدګر یا بریدګرو» د موندلو لپاره پراخ عملیات روان دي. پولیسو ویلي تر اوسه د ډزې کوونکو هویت نه دی معلوم او د پېښې انګېزه او دقیق څرنګوالی هم نه دی روښانه شوی. سویسي ورځپاڼې راپور ورکړی چې ډزې د «آراور رېف» په نوم د کلنۍ «ټېکنو موسیقۍ غونډې» په څنډه کې شوې دي. د راپور له مخې، په دې کلنۍ غونډه کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ګډون کړی و. سویس په اروپا کې د وسلو د شخصي مالکیت له لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی، خو په دغه هېواد کې خونړۍ ډزې نسبتاً کمې پېښېږي. سویس په ۲۰۱۹ کال کې د وسلو د کنټرول سخت قوانین تصویب کړي وو.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
سویس کې په ډزو کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي
Sources
Afghan sources
سویس کې په ډزو کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي