کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سوېلي وزیرستان په یوه بازار کې د موټرسایکلبم چاودنه شوې چې پکې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (جمعه) راپور ورکړی چې دغه چاودنه د سوېلي وزیرستان په مکین بازار کې شوې ده. د سیمې یوه پولیس چارواکي غلام مبشر مکین ویلي چې ناپېژانده کسانو چاودېدونکي توکي پر یوه موټرسایکل ځای پر ځای کړي وو چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې او ۴۵ دقیقې يې چاودنه وکړه. هغه زياته کړې چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوی او اته نور ټپيان شوي دي. د هغه په خبره، د سیمې د سولې کمېټې درې غړي، عنایتالله، شارتخان او بنګيخان هم د ټپیانو په ډله کې وو او د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول. د سیمې د پولیسو مرستیال هدایتالله وروسته ویلي چې د سولې کمېټې یوه غړي عنایتالله روغتون ته تر لېږدولو وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړه. پولیسو ویلي چې په چاودنه کې څو دوکانونه هم زیانمن شوي او له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. تر اوسه کوم کس یا ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی او پولیس وایي، د پېښې د عاملینو د پېژندلو لپاره څېړنې روانې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
سوېلي وزیرستان کې چاودنه؛ یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي