EnglishKabulافغانستانامنیت

سپاه پاسداران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د توغندیز برید… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-29 05:02:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د ایران سپاه پاسداران وايي، په اردن کې یې د امریکايي ځواکونو اډه په بالستیک توغندیو په نښه کړې او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ برید تایید کړی، خو ادعا کوي چې ټول توغندي یې شنډ کړي دي. سپاه پاسداران زیاته کړې: «تر هغه چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې ګواښونه دوام لري او امریکايي ځواکونه زموږ د ګټو پر ضد ناقانونه او دښمنانه اقدامات کوي، مقاومت به هم دوام ولري.» سپاه زیاته کړې: «د امریکايي چارواکو ګواښونه او زموږ د ګټو پر وړاندې ناقانونه لاسوهنې باید ودرول شي.» بلخوا، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» هم پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اردن کې پر خپلې اډې د سپاه پاسداران برید تایید کړی او هغه یې «ناڅاپي» بللی دی. سنتکام زیاته کړې چې ایران د امریکا پر اډې په برید کې بالستیک توغندي کارولي دي. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ لیکلي: «ټول ایراني توغندي په بریالیتوب شنډ شول.» د ایران له لوري د امریکا پر اډو دا بریدونه د دواړو لورو ترمنځ د نښتو له څلور ورځني ځنډ وروسته شوي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-29 05:02:04

Timeline

  1. Pajhwok

    سپاه پاسداران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د توغندیز برید خبر ورکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-29 09:31:22

سپاه پاسداران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د توغندیز برید خبر ورکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button