DevelopmentEnglishافغانستانغور

سپین غر پړانګانو پنځمه بریا خپله کړه — Bakhtar

DevelopingDevelopmentغور1 SourcesUpdated: 2026-07-13 19:13:12🎙 Listen to radio

Summary: د اي ‌اېنډ شپږیزې کرکټ لیګ د یوولسم پړاو سیالیو په دوام، سپین غر پړانګانو لوبډلې د غوره توپوهنې او منظمې توپ‌ اچونې پر مټ بند امیر ښامارانو ته د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپله پنځمه بریا ثبت کړه. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، سپین غر پړانګانو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه. بند امیر ښامارانو د هدف ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو د سپین غر پړانګانو د اغېزمنې توپ‌ اچونې پر وړاندې یې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۲۴ منډو په توپیر وبایلله. له دې بریا سره سپین غر پړانګانو د یوولسم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ په سیالیو کې خپله پنځمه بریا ترلاسه کړه او د اتلولۍ د جدول په سر کې یې خپل دریځ لا پیاوړی کړ. د یادونې وړ ده، چې د اي ‌اېنډ شپږیزې کرکټ لیګ د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هېواد غوره کورنیو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې موخه یې د کورني کرکټ پیاوړتیا، د ځوانو استعدادونو روزنه او ملي لوبډلې ته د وړ لوبغاړو چمتو کول دي.

Quick facts

Locationغور
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-07-13 19:13:12

Timeline

  1. Bakhtar

    سپین غر پړانګانو پنځمه بریا خپله کړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-13 13:41:00

سپین غر پړانګانو پنځمه بریا خپله کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button