Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۵۶۸ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د چنګاښ په ۱۸مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۱۷ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۴۲ کورنۍ، د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ، او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۷ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۵۸۴ کورنیو، سپین بولدک کې له ۴۴ کورنۍو، بهرامچه کې له يوې کورنۍ، هرات کې له ۷ کورنیو او کابل کې له ۹۹ کورنیو سره مرسته هم شوې ده. د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۹۴۰ مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شوي دي. راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۶۰۷ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې پرون د مهاجرينو ۶۱۸ کورنیو ته د ځمکو نمرې هم هم وېشل شوي او په دې سره تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر ۵۸زره ۳۴۸ ته ورسېد.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۶۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي
منابع
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۶۰۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي