د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې مسکو په افغانستان او مینځنۍ اسیا کې د ناټو د پوځي بیخ بینائيو له جوړېدو سره مخالفت کوي د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اتمې مشورتي غونډې د پرانیستونکي وینا پر مهال وویل، مسکو په افغانستان یا د دغه هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې د ناټو د هر ډول پوځي بیخ بینائيو له جوړېدو سره، چې هر نوم او هره پلمه ولري، مخالفت کوي. لاوروف په دوام کې ټینګار وکړ چې طالبانو د افغانستان پر ټولې خاورې کنټرول ترلاسه کړی او دغه هېواد په بریالیتوب سره اداره کوي. نوموړي همدارنګه وویل چې د تېرو څو لسیزو تجروبو ښودلې ده چې د بهرنیو ځواکونو پوځي شتون د بېثباتۍ او شخړو د زیاتېدو لامل کیدلی شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخې کې د کابل د وړتیاوو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او وې ویل چې په دې برخې کې د مادي، تخنیکي او تخصصي مرستو وړاندې کول د ټولو اړخونو په ګټه دي هغه د افغانستان بشري وضعیت لا هم ستونزمن وباله او د ملګرو ملتو د شمېرو په استناد ئې وویل چې په راتلونکي ژمي کې به له ۱۷ میلیونو څخه ډېر افغانان د خوړو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
په افغانستان کې د ناټو دبیخ بینائيوله جوړیدو سره مخالفت کوو
سرچینې
External sources
په افغانستان کې د ناټو دبیخ بینائيوله جوړیدو سره مخالفت کوو