DiplomacyKabulافغانستاندری

سږ کال په افغانستان کې تر کښت لاندې ساحه ۱۰٫۲ سلنه زیاته شوې… — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-12 10:12:17🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، روان ۱۴۰۵ کال کې د تېر کال په نسبت په افغانستان کې تر کښت لاندې ساحه د پر وخت ورښتونو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله ۱۰٫۲ سلنه زیاته شوې ده. د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریموټ سنسنګ ټکنالوجۍ او سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل او ارزونې پر بنسټ، په ۱۴۰۵ کال کې د هېواد د اوبیزو او للمي کرنیزو ځمکو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي چې پر بنسټ یې ټوله کرنیزه ځمکه څه‌ باندې ۳ میلیونه هکټاره ده چې له دې ډلې ۲٫۱ میلیونه هکټاره اوبیزه او نږدې ۸۷۴ زره هکټاره للمي ځمکه ده. سرچینه دغه‌راز زیاتوي، ارزونې ښيي چې په روان ۱۴۰۵ کال کې د ۱۴۰۴ کال په پرتله د هېواد تر کښت لاندې سیمو کې ۱۰٫۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې په اوبیزو کښتونو کې ۳ سلنه او په للمي کښتونو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی. یادې ادارې لیکلي، دا زیاتوالی روان کال د پر وخت ورښتونو او مناسبو اقلیمي شرایطو له امله راغلی دی. خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ولایتونو په کچه، په ۱۴۰۵ کال کې تر ټولو ډېر اوبیز کښت (څه‌باندې ۲۶۲ زره هکټاره) په هلمند ولایت کې شوی له هغې وروسته کندهار د نږدې ۱۶۳ زره هکټاره، هرات د نږدې ۱۵۷ زره…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-12 10:12:17

خط زمانی

  1. Pajhwok

    سږ کال په افغانستان کې تر کښت لاندې ساحه ۱۰٫۲ سلنه زیاته شوې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-12 14:40:58

سږ کال په افغانستان کې تر کښت لاندې ساحه ۱۰٫۲ سلنه زیاته شوې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button