EnglishHealthافغانستان

سېو د چلډرن: بې‌ځایه کېدو افغان ماشومان له خوارځواکۍ او د زده‌کړو له… — AF International

DevelopingHealth1 SourcesUpdated: 2026-11-18 14:01:36🎙 Listen to radio

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې سېو د چلډرن په تازه راپور کې ویلي، چې بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ په افغانستان کې د ماشومانو لوږه او خوارځواکي زیاته کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو سره بشري مرستندویه بنسټونه هڅه کوي لیرې پرتو او سختو لاسرسي لرونکو سیمو ته مرستې مخکې له مخکې ورسوي، خو د بودجې کمښت د دغو هڅو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو د اکتوبر تر پایه یوازې ۵۵۰ میلیونه ډالر برابر شوي او لا هم د بودجې ۶۸ سلنه تشه پاتې ده.د اوچا ویاندې اولګا چیریفکو ویلي، که بیړنۍ مالي مرستې برابرې نه شي، بشري بنسټونه به ونه شي کولای ټولو اړمنو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي او زرګونه کورنۍ به د ژمي له سختو شرایطو سره یوازې پاتې شي.راپور وايي، هر کال د واورو اورېدو، د هوا د سختې سړېدو او د لارو د بندېدو له امله د افغانستان ګڼې سیمې له نورو برخو پرې کېږي. له دې امله خلک روغتیايي مرکزونو، بازارونو او نورو اساسي خدمتونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ کېږي.د اوچا په وینا، میلیونونه افغانان چې…

Quick facts

TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-18 14:01:36

Timeline

  1. AF International

    سېو د چلډرن: بې‌ځایه کېدو افغان ماشومان له خوارځواکۍ او د زده‌کړو له محرومیت سره مخ کړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-18 12:08:31

سېو د چلډرن: بې‌ځایه کېدو افغان ماشومان له خوارځواکۍ او د زده‌کړو له محرومیت سره مخ کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button