Summary: د افغانستان د علومو اکاډمي، چې د هېواد تر ټولو لوړه علمي او څېړنیزه مرجع بلل کېږي؛ په اسلامي، بشري او طبیعي – تخنیکي علومو کې د علمي څېړنو د پراختیا، تنظیم او رهبرۍ چارې پر غاړه لري او د علمي تولیداتو له لارې د هېواد د علمي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي پرمختګ لپاره هڅې کوي. د دې ادارې مسئولین وایي چې د تېر ۱۴۴۷ هجري قمري کال په بهیر کې، ۱۰۰ عنوانه علمي – څېړنیز کنفرانسونه او اته لوی سمینارونه وړاندې شوي دي.د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیر جان ثاقب، له باختر اطلاعاتي آژانس سره په خبرو کې وویل: "د تېر ۱۴۴۷ هجري قمري کال په بهیر کې د علومو اکاډمۍ له لوري، ۱۰۰ عنوانه علمي – څېړنیز کنفرانسونه او ۸ لوی سمینارونه تدوین او وړاندې شوي او ۱۶۴ علمي – څېړنیزې مقالې په بېلابېلو برخو کې لیکل شوې او خپرې شوې دي."هغه، (د فقهي مذهبونو منځ ته راتګ او د اختلاف اسباب یې، د کابل ښار د نباتي پوښښ د بیارغونې په اړه څېړنه، د پښتو او دري ژبنۍ تاریخي اړیکې او توپیرونه، په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه، په دارالحرب کې مسلمان ته د سود اخیستلو حکم …) د ترسره شویو کنفرانسونو او (د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې، په هېواد کې د غذايي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه، د پانګونې په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي، له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو شرعي حدود، د هېواد د صنعت په پراختیا کې د تخنیک او نویو ټکنالوژیو د رول ارزونه او د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې) د ترسره شویو سمینارونو مهمې بېلګې یادې کړې.مولوي ثاقب زیاته کړه: "په یاده موده کې همدا رنګه د اسلامي، بشري او طبیعي – تخنیکي علومو په بېلابېلو برخو کې، ۱۴ علمي – څېړنیزې پروژې بشپړې شوې دي او دا مهال ۱۹۲ نورې علمي – څېړنیزې پروژې تر کار لاندې دي."د شیخ الحدیث ثاقب د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې دغه راز د نړۍ له بېلابېلو ژبو څخه، د هېواد رسمي ژبو ته ۱۰ عنوانه علمي کتابونه او څېړنیز آثار ژباړل شوي دي؛ هغه هڅه چې د علمي سرچینو د بډاینې او د پوهې کچې لوړولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال په خپلو خبرو کې، د هېواد له مخترعینو، نوښتګرو او څېړونکو څخه وغوښتل چې خپل علمي اختراعات، نوښتونه او څېړنیزې لاسته راوړنې له اکاډمۍ سره شریکې کړي. هغه ډاډ ورکړ چې د علومو اکاډمي د نوښتګرو د علمي نظریاتو او اختراعاتو ملاتړ ته ژمنه ده او هڅه کوي د هغوی د علمي وړتیاوو د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.د علومو اکاډمي، د یوې خپلواکې علمي ادارې په توګه، د معیاري علمي څېړنیزو میتودونو پر بنسټ، د علم ودې، پراختیا او بډاینې لپاره کار کوي. د همدغو علمي څېړنو پر مټ؛ د هېواد اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ، د علم او پوهې کچې لوړول او د اسلامي او دیني ارزښتونو پیاوړتیا د دې ادارې له مهمو موخو څخه شمېرل کېږي.د علمي څېړنو پراختیا، د نوښتونو ملاتړ او د علمي سرچینو بډاینه؛ هغه هڅې دي چې د افغانستان د علومو اکاډمي یې د هېواد د علمي راتلونکې د پیاوړتیا لپاره په دوامداره توګه ترسره کوي.هېره دې نه وي چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ یو بډای او منظم کتابتون هم لري چې څه باندې ۶۰ زره اسلامي، تاریخي، ادبي، سیاسي، فرهنګي، طبي، اقتصادي کتابونه او علمي جریدې پکې ساتل کېږي. د دغه کتابتون دروازې د څېړونکو، استادانو، محصلینو او د مطالعې د ټولو مینه والو پر مخ پرانیستې دي، څو وکولای شي له شته علمي سرچینو څخه ګټه واخلي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
مسئولین: تېر کال ۱۰۰ علمي – څېړنیز کنفرانسونه او اته لوی سمینارونه وړاندې شوي دي
Sources
Afghan sources
مسئولین: تېر کال ۱۰۰ علمي – څېړنیز کنفرانسونه او اته لوی سمینارونه وړاندې شوي دي