Kabulافغانستانامنیتپښتو

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 19:53:21🎙 راډیو واورئ

افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي چې همدا نن یې کابل ته خپل سفر پای ته ورساوه وايي افغانستان د سیمه ییز کړکېچ هواري لپاره د خبرو او سیاسي حل ملاتړ کوي. د بریتانیا ځانګړي استازي که څه هم د پاکستان او افغانستان د وروستي کړکېچ مخامخ یادونه ونه کړه خو د سیمې د کړکېچونو او تاوتریخوالو د کمولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ او د لا زیاتې ترینګلتیا د مخنیوي او د ثبات د ساتنې لپاره یې د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه. هغه په یوه ویناپاڼه کې ویلي" بریتانیا د اختلافاتو سوله‌ییز حل ته په ټینګه ژمنه ده او د تاوتریخوالي د کمولو، بشري مرستو ته د لاسرسي د اسانتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یې د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه کوي." که څه هم هغه د کوم هېواد یا ډلې نوم نه دی یاد کړی خو دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پېښ کړکېچ د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې اندېښنې راپورته کړې دي. د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا اوج کې د بریتانیا ځانګړي استازي د جنورۍ وروستیو کې اسلام اباد ته سفر وکړ او د طالبانو حکومت له سفیر او لوړو پوړو پاکستاني چارواکو سره د کړکېچ کابو کولو پر لارو چاروخبرې وکړې. هغه ویلي وو "برتانیا به د سولې او امنیت د ملاتړ لپاره خپلو هڅو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 19:53:21

مهالوېش

  1. Bbc

    لینډزي: بریتانیا افغانسان سره په تړاو سیمه کې د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-10-15 16:59:39

لینډزي: بریتانیا افغانسان سره په تړاو سیمه کې د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button